کابل / د لیندۍ ۵ مه / باختر
په بدخشان کې د تېرکال په پرتله سږکال د هینګ حاصلات زیات شوي دي.
د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست یو مسوول باختر آژانس ته وویل چې سږکال په دغه ولایت کې د هینګ حاصلات څه ناڅه ۳۵ ټنو ته رسېدلي دي، په داسې حال کې چې په تېروکلونو کې د دغه بوټي حاصلات لږ وو.
د بدخشان په غرونو کې د هینګ بوټي په طبیعي ډول پیدا کېږي او تراوسه د طبیعي هینګ د ساحاتو په اړه دقیقه سروې نشته.
هغه وویل چې د طبیعي هینګ ترڅنګ، د بدخشان د کرنې ریاست هم د هینګ د ساحو د پراختیا په خاطر په څه ناڅه ۲۵۰ هکتاره ځمکه کې هینګ کرلي دي.
پای-ع