ښوونه او روزنه

په فراه کې د دولتي ښوونځيو ښوونکي د خپلومعاشونو د نه اجرا کېدو له امله شکايت کوي

کابل /دتلي ٢٠مه /باختر
د فراه د دولتي ښوونځيو ښوونکو د خپلومعاشونو د نه ترلاسه کولو له امله د دغه ولايت د پوهنې رييس ته شکايت وکړ.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ د فراه د دولتي ښوونځيو د ښوونکو استازو خپلې ستونزې د دغه ولايت د پوهنې له رييس سره شريکې کړې .
هغوى د معاشونو نه ورکول، له اووم ټولګي څخه تر ١٢ ټولګي پورې د نجونود ښوونځيود نه پيلېدو او د درسي امکاناتو کمښت اونشتوالي ستره ستونزه وبلله اوزياته يې کړه که چېرې د تلي د مياشتې تر وروستيو پورې د دوى معاشونه ورنه کړى شي نور د دندې د اجرا کولو توان نه لري او د خپلو کورنيو د نفقې د ترلاسه کولولپاره اړ دي چې ازاد کاروبارته مخه کړي اوخپلې کورنى ته يوه مړى ډوډى ترلاسه کړي .
د فراه د پوهنې رييس مولوي ادريس د ښوونکو د معاشونو دنه ورکولو په خاطر د ښوونکو له حوصلې مننه وکړه او ويې ويل: د دغه ولايت د ښوونکو د معاشونو ستونزه حل شوې ده او په راتلونکو څو ورځو کې اجرا کېږي.
هغه دغه راز د نجونو د پاتې ټولګيو د پرانستلو ډاډ ورکړ او ويې ويل چې ډېرژر د هغوى لوستونه پيلېږي.
د پوهنې رييس له هغوى سره ژمنه وکړه چې د دغې ادارې چارې به د پخوا په شان دوام وکړي خو لږ وخت ته اړتيا ده چې هرڅه عادي شي.
د يوبل خبرله مخې؛ د فراه د ارشاد حج او اوقافو نوې رييس معرفي شو او په کار يې پيل وکړ.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په دغه ولايت کې جوړه شوه د فراه د محکمو رييس مولوي عبدالغفور مفتي غلام رباني د فراه د ارشاد حج او اوقافو د رييس په توګه د دغې ادارې کارکوونکوته معرفي کړ.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته