فرهنګ

په فراه کې د سيستان جريده له چاپه ووتله

کابل /د لړم ٨مه /باختر
د فراه د اطلاعاتواوفرهنګ رياست نشراتي ارګان د سيستان جريده چې د وروستيو بدلونونو له امله له خپرولو پاتې وه، د دغه ولايت د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د مسوولينو په هلوځلو سره چاپ شوه.
د فراه د اطلاعاتواوفرهنګ رييس مولوي صادق باختر اژانس ته وويل: د دې لپاره چې د سيستان جريدې د مطالبو لرغونتيا او تاريخي ارزښت ښه شي، له دې وروسته ګټور اسلامي مطالب، توليدي ، فرهنګي او ادبي رپوټونه په دې جريده کې به خپاره شي.
دغه راز د فراه د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د اطلاعاتو آمر فاضل فياض وويل: د سيستان جريدې نسخې د فراه د سيمه ييزو او امنيتي ادارو او ولسواليو په ګډون د هېواد د ٧ ولايتونو پر کتابتونونو ويشل کېږي.
د يادونې وړ ده چې سيستان جريده د فعاليت ٧٤ کلنه سابقه لري.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته