امنیت

په فراه کې د طالبانو برید په شا وتمبول شو

فراه /دوري۱۶ /باختر
څلور وسله وال طالبان تېره شپه په فراه کې ووژل شول .
د ۲۰۷ ظفر قول اردو باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان له هغه وروسته د فراه په برنګتوت او شوراباد کلیو کې چې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو یې بریدونه وکړل ووژل شول .
خبر ځای زیاته کړه چې د دغو نښتو په بهیر کې درې نور وسله وال طالبان هم ټپیان شول . او نور طالبان په تېښتې اړ شول .
ویل کېږي چې په دغو نښتو کې دفاعي او امنیتی ځواکونو ته د سر زیان نه دی اوښتی.
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته