کابل باختر دچنګاښ نهمه
په فراه ولايت کې د وسله والو طالبانو په سنګرونو دکوماندو ځواکونوپه بريد کې شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دکوماندو ځواکونو تېره شپه د بالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ډار اچوونکو په پټنځيو بريد وکړ.
د هېوادپه لويديځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې دکوماندو ځواکونو په دغه بريد کې شپږ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
ديوبل خبرله مخې: دوسله والو طالبانو د جنګي وسايلو يوه ډيپو په فراه ولايت کې کشف شوه .
له دغه ډيپو څخه چې د پرچمن ولسوالۍ دبند ناز په سيمه کې دوسله والوطالبانو په يو پټنځي کې ساتل کيده؛ يوشمېر سپکې او درندې وسلې ، بمونه او ماينونه ترلاسه شوي دي .
ختم_ ج – اکرم
0 1 دقیقه لوستل