ورزش

د رکبې د ټيم غړي عربي متحده اماراتو ته ځي

کابل باختر دثور  دويمه

  دهيواد د رکبې  دملي ټيم ورزشکاران ديو لړ سياليو دترسره کولو په مقصد سبا عربي متحده اماراتو ته ځي .

 باختر اژانس ته  دالمپيک دملي کميټې د خپرونو ددفتر دمعلوماتو له مخې  درکبې سيالۍ د پنځو هيوادونو د ورزشکارانو ترمنځ دروان کال داپريل دمياشتي په اووه ويشتمه نيټه  په دغه هيواد کې ترسره کيږي .

 په دې  سفر کې  دولس تنه ورزشکاران او درې تنه هئيت شامل دي چې په برخه والو ورزشکاران به داپريل دمياشتې له  دوه  ويشتمې  نيټي څخه تر شپږ ويشتمې نيټې پورې په عربي متحده  اماراتوکې تمرين وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته