روغتیا

په فراه کې د یونیسف دفتر د طبي درملومرسته وکړه

کابل / د تلې / ۷ / باختر
په فراه کې د ملګرو ملتو سازمان د یونیسف دفتر نن د دغه ولایت په کوید ۱۹ روغتون کې یوه اندازه درمل او د طبي وسایلومرسته وکړه.
د فراه د اسلامي امارت فرهنګي مسوول مولوي صادق د باختراژانس خبریال ته وویل چې د ملګرو ملتو سازمان یونیسف دفتر د ۵۲ زرو امریکايي ډالرو په لګښت یوه اندازه درمل او طبي وسایل د دغه ولایت له کوید ۱۹ روغتون سره مرسته وکړه.
صادق زیاته کړه چې دغه درمل او طبي وسایل د یونیسف دفتر استازی د فراه د عامې روغتیا رییس مولوي مزمل په شتون د کوید ۱۹ روغتون مسوولینو ته وسپارل.
د فراه د عامې روغتیا رییس د یونیسف دفترله مرستواو همکاریوڅخه قدارني وکړه او ملکرو ملتوله سازمان څخه وغوښتل چې په افغانستان کې خپلوزیاتوهمکاریوته دوام ورکړي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته