ټولنه

په فراه کې لسګونو کورنيو لګښتې توکي ترلاسه کړل

کابل / د تلې٢٥مه / باختر:
د خوړو نړيوال سازمان نن په فراه کې پر١٤٠ اړو کورنيو پخلنځي توکي وويشل.
د فراه د اطلاعاتو اوفرهنګ ريييس مولوي صادق د باخترآژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: د فراه د مهاجرينو او راستنيدونکو چارو رياست د خوړو نړيوال سازمان په همکارۍ په دغه ولايت کې پر اړو کورنيو٤ بړستنې، يو٥ کيلو يي د ګازو ډبى، د اوبو سطل او د پخلنځي وسايل وويشل.
د فراه د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رييس له خيريه بنسټونو څخه وغوښتل ترڅو د فراه ولايت له ولسواليو سره خپلې مرستې زياتې کړي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته