امنیت

په فراه کې په چاوديدونکو توکوبار موټر له منځه يوړل شو

کابل /د وري ١٨مه /باختر
افغان ځواکونونن د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې په چاوديدونکو توکو يومزټربار له منځه يوړل.
په دې موټرکې سپاره وسله وال طالبان چې غوښتل يې ځانمرګي بريد وکړي هم له منځه تللي دي .
د ٢٠٧ظفر قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول سيد اقا ضيا باختراژانس ته وويل چې دغو وسله والوطالبانوغوښتل چې په چاويدونکوتوکو خپل بار موټر د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د ملي اردود يوې قرارګاه په وړاندې وچوي.
ضيا زياته کړه: په دغه موټر د افغان ځواکونو له خوا بريد وشو چې په چاودنه کې يې دوه وسله وال طالبان ووژل شول.
ختم- ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته