امنیت

په فراه کې څلور تنه د غلا په تور ونيول شول

کابل / د لړم٩/ باختر:
د اسلامي امارت امنیتي چارواکي په فراه ولایت کې د غلا په تور د څلورو تنو د نیولو خبر ورکوي.
د فراه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس او د فرهنګي چارو مسوول مولوي صادق د باختراژانس خبريال ته وويل؛ دغه کسان د يو موټرسايکل د غلا کولو په وخت کې ونيول شول .
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له نيول شويو کسانو څخه يوه زياته اندازه غلا شوي توکي هم د امنيتي منسوبانو لاس ته ورغلي دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته