روغتیا

په فراه کې څه د پاسه ۲۰۰ زره ماشومان واکسین کېږي

کابل / د لړم ۱۹ مه / باختر
د فراه د عامې روغتیا مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې د پولیو واکسین څلور ورځنی کمپاین پيل کړی دی.
د فراه د عامې روغتیا رییس ډاکټر مزمل باختر اژانس ته وویل چې په دغه کمپاین کې به څه د پاسه ۲۰۰ زره ماشومان واکسین شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته دا لومړی ځل دی چې په فراه کې د پولیو واکسین تطبیق کېږي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته