امنیت

په فراه کې چاودېدونکي توکي ترلاسه شول

۲۱- کابل / د سلواغې لومړۍ / باختر
د فراه سرحدي پولیسو پرون یوه زیاته اندازه چاودېدونکي توکي چې په یو ټریلردار موټر کې ځای پرځای شوي وو؛ ترلاسه کړل.
د ابو نصر فراهي بندر کمیسار او پوځي مسوول سمونوال محمد نادر نوروزي باختر آژانس ته وویل چې یاد توکي په ماهرانه ډول د اوړو په بوریو کې ځای پرځای شوي وو چې د کشفي ځواکونو او د ګمرګ ریاست په همغږۍ کشف او ضبط شول.
هغه زیاته کړه چې وسله والو طالبانو له دغو توکو څخه د ځانمرګو واسکټونو او ماینونو په جوړولو کې استفاده کوله.
د موټر د چلوونکي محمد نادر د څرګدونو له مخې، دغه موټر هم نیول شوی دی.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته