نړۍ

په فيليپين کې د راى په نامه توپان په نتيجه کې د٧٢ نورو کسانو مړي پيدا شول

نړيوالې خبري سرچېنې/ د ليندۍ٢٩مه / باختر:
د فيليپين د يوه مرکزي ولايت والي پرون وويل چې د راى په نامه توپان په نتيجه کې د ٧٢ نورو کسانو مړي پيدا شوي دي.
د اسوشتدپرس خبري آژانس په حواله په فيليپين کې د دې توپان له امله چې د روان کال تر ټولو سخت توپان بلل شوى په ټوله کې د مړو شمېر١٤٦ تنوته ورسېد.
د بوهول والي ارتورياپ وويل، تراوسه ١٠ کسان ورک او ١٤ نور ټپيان دي.
د ده په وينا ممکن د مړو شمېر تر دې زيات وي ځکه له زياتو ښارګوټو سره اړيکې پرې شوې دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته