امنیت

په قادس ولسوالۍ کې د طالبانو بريد په شاوتمبول شو

کابل باختر دسلواغي دويمه :
پوليسو تېره شپه د بادغيس ولايت د قادس په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو بريد په شاوتمباوه.
د بادغيس ولايت يوامنيتي مسوول باخترآژانس ته خبر ورکړ: وسله والوطالبانو  د شپې له تورتم څخه په استفادې سره د قادس ولسوالۍ د الله يار په ساحه کې  د پوليسو په پوستې بريد وکړ چې د پوليسو دځواکونو د مقاومت له امله طالبان له ماتې سره مخامخ شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دې پيښه کې د پوليسو دوه تنه سرتيري هم ټپيان شول.
ديوبل خبر له مخې: د پوليسو يو افسر په ارزکان ولايت کې د ماين د چاودنې له امله ټپى شو.
د ارزګان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر اسلم خان باخترآژانس ته وويل:  دغه افسرکله چې د تيرينکوټ د څلورمې امنيتي حوزې په لور  روان و؛ په واټ کې  په ښخ کړى شوي ماين وخوت او ټپي شو .
د روغتون مسوولينو د پوليسو د دغه افسر روغتيايي حالت خراب بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته