امنیت

په قندهارکې دیرش ډاراچوونکي ووژل شول

کابل / د کب ۴ / باختر
په قندهارکې د هوايي قواووپه نویو بریدونو کې ۳۰ وسله وال طالبان ووژل شول.
په دغو طالبانو له تېرې شپې څخه ترنن سهاره پورې د میوند، ارغنداب او پنجوايي په ولسوالیوکې هغه وخت بریدونه وشول چې په ډاراچوونکوفعالیتونو بوخت وو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو یوجګپوړي مقام باخترآژانس ته وویل چې په وژل شویوکسانوکې ۶ پاکستاني طالبان هم شامل دي.
هغه په دغو هوايي بریدونوکې د ۳۰ وسله والوطالبانووژل کېدل تایید کړل او ويې ویل چې په دغوعملیاتوکې د طالبانو په پټنځیواو کاروانونو بریدونه شوي دي.
د یوبل خبرله مخې، پوځيانو په قندهارکې د ۳۲ ماینونوپه کشفولواو شنډولوسره د یولړچاودنومخه ونیوله.
د دغو ماین ښخونوپه اړوند څوک نه دي نیول شوي.
سیمه ییزسرچېنې وسله وال طالبان د دغو ماین ښخوونومسوول بولي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته