امنیت

په قندهارکې د انسان تښتونې پديدې پرخلاف مبارزې زور اخيستى دى

کابل / د تلې٢٠مه / باختر:
د قندهارامنيتي چارواکي وايي چې د انسان تښتونې شبکې پرخلاف يې مبارزې ته زور ورکړى دى .
د باخترآژانس د خبرله مخې: په تېره يوه نيمه مياشت کې ١٥ تنه په قندهار کې د انسان تښتونې په تړاو نيول شوي دي.
د قندهار يوې امنيتي سرچينې باخترآژانس ته وويل؛ دغه ١٥ تنه انسان تښتوونکي په ښار او يو شمېر ولسواليو کې دعملياتو په بهير کې وپېژندل شول او ونيول شول.
هغه وويل: د دغو انسان تښتوونکو له منګولو څخه نهه تنه ژغورل شوي دي.
د دغو انسان تښتوونکو په نيولو سره په قندهار کې د انسان تښتونې څو شبکې له منځه وړل شوي دي.
دغو انسان تښتوونکو د شتمنو کسانو له تښتونې وروسته د هغوى له کورنۍ څخه د زياتو پيسو غوښتنه کوله.
له بلې خوا د قندهار ولايت د رسنيو دفتر وايي نيول شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته