امنیت

په قندهار کې دطالبانو په سنګرونو مرګاني هوايي بريدونه

کابل / دسلواغې  ٢٥مه / باختر :
دهېواد هوايي پوځ  دقندهار په شا ولي کوټ  ولسوالۍ کې دطالبانو دډلې په څو سنګرونو بريدونه وکړل .
په دغو بريدونوکې چې تېره شپه ترسره شول ١٣ وسله وال طالبان ووژل شول او يوشمير نور ټپيان شول .
په قندهار کې دميشتو ځانګړو ځواکونو رسنيز دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغو بريدونوکې دطالبانو څلور سنګرونه له ټولو جګړه ئيزو تجهيزاتو سره يې دړې وړې شوي دي .
دغه ځواکونه  مني چې په دغو هوايي بريدونوکې  ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي اويوشمير  نور ټپيان شوي دي
طالبانوتراوسه پورې په دې اړوند څه نه د ي ويلي .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې څلور وسله  وال طالبان په قندهار کې دپوځيانو په کمين کې ووژل شول .
په دغو طالبانو دتېرې شپې په نيمايي کې په خاکريز ولسوالۍ کې  هغه وخت بريد وشو چې دموترسايکلونو په سپرلۍ  کوم ځاى ته روان وو .
ديوبل خبرله مخې : پوځيانو دقندهار په ګڼ ميشتو لارو کې دلسو ماينونو په کشفولو سره ديولړ چاودنو درامنځته کيدو مخه ونيوله .
طالبان ددغو ماينونو دښخولو عاملان بلل شوي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته