امنیت

په قندهار کې دوه تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

۴۳- کابل / د سلواغې ۵ مه / باختر
د قندهار په مرکز کې نن دوه کسان د جنابي جرمونو په تړاو ونیول شول.
د قندهار د لومړۍ امنیتي حوزې پولیسو د دغې حوزې په مربوطاتو کې هغه کس نیولی چې له ښځو څخه یې لاسي بیکونه او ټلیفونونه غلا کول.
په ورته وخت کې د امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت هغه کس هم نیولی چې د کور مالک پرې د ۹۰۰ زرو افغانیو د غلا ادعا کړې ده.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته