امنیت

په قندهار کې دوه کسان په يو وسله وال بريد کې ووژل شول

کابل/ د ليندۍ٢١مه / باختر:
په قندهارکې په يو وسله وال بريد کې دوه کسان ووژل شول او ٣ نور ټپيان شول.
وسله والو يرغلګرو تېره شپه په قندهارښار کې پر يو موټر چې د يوې کورنۍ غړي پکې سپاره وو، ډزې وکړې او وتښتېدل.
ويل کېږي يوه ځوانه نجلۍ هم د دغه بريد په قربانيانو کې شامله ده.
د قندهارد اطلاعاتو اوفرهنګ رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي دغه وسله وال بريد د شخصي دښمنيو زېږنده ده.
دغه اداره په دې پېښه کې د دوو کسان وژل کېدل او د درېيو نورو کسانو ټپي کېدل تائيد کړل.
د قندهار په مرکزي روغتون کې ډاکترانو د دغه وسله وال بريد د يو ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى دى.
د قندهار پوليس وايي د دغه بريد د عاملانو د موندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته