خبرونهاقتصاد

په قندهار کې د اوبو رسونې يوکانال پرانستل شو

٤٥- کابل / ليندۍ ٢٤مه / باختر
په قندهار کې د څه د پاسه ٤ کيلومترو په اوږدوالي د اوبو رسولو د يوکانال د جوړولو کار بشپړ او نن ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ دغه کانال د کليو د بيارغاونې او پرمختيا وزارت د قندهار د ډنډ ولسوالۍ په ذاکر شريف کلي کې جوړ کړى دى .
ويل کېږي چې د دغه کانال په جوړولو سره ٢ زره ٥٠٠ جريبه ځمکه خړوبېږي چې څه د پاسه ٥٠٠٠ کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته