ښوونه او روزنه

په قندهار کې د بابرانو ښوونځى د طالبانو له ادارې وايستل شو

کابل / د سلواغې ۲۹ مه / باختر
پوځيان وايي چې د قندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د بابرانو ښوونځي او د هغه شاوخوا کلي له وسله والو طالبانو څخه بېرته نيولي دي.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ وسله والو طالبانو له څو مياشتې راپدېخوا په دغه ښوونځي او شاوخواکلي کې یې سنګر نيولی و او د افغان ځواکونو پرخلاف جنګېدل.
د ځانګړو عملياتو قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې افغان ځواکونو پرون ناوخته بريالي شول چې د بابرانو ښوونځي او د هغه شاو خواکلي له وسله والو طالبانوڅخه بېرته ونيسي.
د بابرانو ښوونځي ځينې برخې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې زيانمن شوې دي، خو د هېواد په جنوب کې جګپوړي پوځي مقامات وايي چې له دې وروسته دغه ښوونځى د زده کوونکو او ښوونکو په واک کې دى.
خبربانه زياتوي چې پوځيانو هغه بم چې وسله والو طالبانو په ښوونځي کې ښخ کړی و، کشف او شنډ کړ.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته