امنیت

په قندهار کې د دوو دیني عالمانو د ترور عامل ونیول شو

کابل / د کب ۱۷ مه / باختر
د قندهار امنیتي ځواکونو د دوو دیني عالمانو د ترور د عامل د نیولو خبر ورکړ.
نیول شوی کس د وسله والو طالبانو غړی دی او ویل شوي دي چې هغه څو ورځې مخکې په قندهار ښار کې په دوو جلاجلا پېښو کې د قندهار د حج او اوقافو ریاست کارکوونکی مولوي عبدالباقي او د یوې دیني مدرسې ښوونکی مولوي عبدالباري په ډزو سره ووژل.
د قندهار د امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې یاد کس په لومړیو تحقیقاتو کې په وسله والو طالبانو کې پر خپل غړیتوب او د دوو دیني عالمانو پر ترور اعتراف کړی دی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته