اقتصاد

په قندهار کې د شامپو جوړولو فابریکه جوړه شوه

کابل/ د کب ۱۸ مه/ باختر
د قندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې ملي سوداګر محمد صدیق د شامپو او بوتلونو جوړولو یوه فابریکه جوړه کړه چې پنځه ډوله شامپو پکې تولید کېږي.
محمد صدیق وايي چې د شامپو جوړولو خام مواد له اندونیزیا او یو شمېر نورو هیوادونو څخه راوړي او په دغې کار خونه کې ترې د لوښو، سر او بدن شامپو جوړوي.
هغه وايي چې د یادو شامپو ګانو کیفیت تر هغو شامپوګانو چې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېږي ښه او په ټيټه بیه خلکو ته تمامېږي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته