ورزش

په قندهار کې د فوټبال سيالۍ پيل شوې

کابل/ د مرغومي ٢٥مه / باختر:
په قندهار کې د وحدت او يووالي ترنامه لاندې د فوټبال سيالۍ پيل شوي دي.
په دغو سياليو کې د افغانستان د غوره ليګ څلور لوبډلې يو د بل پر وړاندې د لوبو ډګر ته ځي، په هغه کې د توپان هريرود، شاهين آسمايي، سيمرغ البرز او د ميوند اتلان لوبډلې دي چې د دې لوبو د اتلولۍ د ګټلو لپاره هلې ځلې کوي.
دافغانستان د فوټبال فدراسيون وايي دا لوبې د افغانستان د اتلانو ليګ وروستي پړاو سياليو ته د لوبغاړو چمتووالي په موخه پيل شوي دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته