ټولنه

په قندهار کې د لسګونو کورنیو د څښاک اوبه تامینې شوې

قندهار /دکب۱۲/باختر
په قندهار کې د اوبو رسولو د ٣ شبکو په جوړولو، د لسګونو کورنیو د څښاک اوبه تامینې شوې .
دغه شبکې ټاکل شوي ده د ډیورند کرښې ته څېرمه په سپین بولدک ولسوالۍ کې ترنورو ۶ میاشتو پورې جوړې شي .
دغه شبکې به د لمر د انرژۍ په واسط فعالیت وکړي او د کېندل شویوڅاه ګانو او چینو اوبه به د نلونو له لارې د حاجي رزاق ساحې شاوخوا ته ورسوي.
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون د پروګرام په درشل کې ، د اوبو رسولو د دغې شبکې د جوړولو په خاطر دوه میلیونه څلور سوه زره افغانۍ لګښت کوي.
د قندهار د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست یو مسوول باختر آژانس ته وویل :د دغو شبکو په جوړولو سره د لومړي ځل لپاره یوسلوپنځه څلوېښتو کورنیو د څښاک اوبو ته لاسرسى وموندله .
د کلیو اوسیدونکي د دغو شبکو د جوړولود اقدام لپاره خوشحاله دي او وایي کلونه،کلونه د ناپاکو اوبو د څښاک په دلیل په ناروغیو اخته کېږي .
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته