خبرونهامنیت

په قندهار کې د ملي امنيت پر يوې قرارګاه بريد وشو

کابل / د مرغومي ۲۷ مه / باختر
يرغلګرو د قندهار هوايي ډګر ته څېرمه د ملي امنيت د منسوبينو پر يوې قرارګاه بريد وکړ.
د رارسېدلو خپرونو له مخې؛ لومړى له چاودېدونکو توکو بار يو موټر د یادې قرارګاه پر وړاندې وچول شو او وروسته څو يرغلګرو له پوځيانو سره جګړه پيل کړه.
د قندهار د امنيې قوماندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي له باختر آژانس سره په اړيکه کې بريد تاييد کړ او ويې ويل چې يرغلګر د قندهار د هوايي ډګر په ۲۰۰ متری واټن کې د ملي امنيت د موټرو د ترميم پر يو ورکشاپ بريد وکړ.
هغه د دغه بريد د زیانونو په اړه څه ونه ويل، خو د دامان ولسوالى چې د ملي امنيت دغه قرارګاه پکې موقعيت لري، يو امنيتي مسوول وايي چې د يرغلګرو په دغه بريد کې ۴ پوځيان شهیدان شوي او ۳ نور یې ټپيان شوي دي.
تراوسه د دغه بريد مسووليت چا نه دى منلى، خو امنيتي خبرځايونه یې وسله وال طالبان عامل بولي.
ختم – ج -ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته