امنیت

په قندهار کې د يوې چاودنې مخه ونيول شوه

کابل / د سلواغې ۹ مه / باختر
د ملي امنيت ځواکونو د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ د قندهار په يوه ګڼ مېشته سيمه کې د چاودنې مخه ونيوله.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ په چاودېدونکو توکو بار هاموی موتر ټاکل شوې وه له يوې لرې پرتې سيمې څخه د ارغنداب ولسوالۍ بازار ته انتقال او وچول شي چې د ملي امنيت منسوبينو پر موضوع خبر شول او د هوايي ځواکونو په مرسته يې موټر هدف ته له رسېدو مخکې له منځه يوړ.
په قندهار کې د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو يو خبرځاى باختر آژانس ته وويل چې په هوايي بريد کې په چاودېدونکي توکو بار موټر له منځه يوړل شو.
هغه وويل چې طالبانو غوښتل دغه هاموی د ارغنداب ولسوالۍ په يوه ګڼ مېشته سيمه کې وچوي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته