امنیت

په قندهار کې د ځانمرګي بريد د تلفاتوشمېر ٤١ تنوته زيات شو

کابل/د تلې ٢٤مه /باختر
په قندهار کې پر يوجومات د پرونى ځانمرګي بريد د قربانيانوشمېر ٤١ تنو ته زيات شوى دى.
دريو ځانمرګو يرغلګرو پرون د جمعې د لمانحه د ادا کولو په وخت کې د قندهارښارپه امام بارګاه جومات کې د سلګونولمونځ کوونکوترمنځ ځانونه وچول.
د قندهارد ميرويس روغتون يومسوول باختراژانس ته وويل چې د دغې پېښې قربانيانو شمېر ٤١ تنوته زيات شوى دى.
هغه د دغې پېښې د يوشمېر نورو ټپيانو روغتيايي حالت خرابوالي ته په اشارې سره وويل چې د تلفاتو د زياتوالي امکان شته .
په دغو چاودنو کې ٧٦ تنه ټپيان شول. په چاودنه کې د جومات يوه برخه ويجاړه شوه چې د يوشمېر لمونځ کوونکو د مرګ ژوبلې سبب شوه.
د داعش ډلې د دغه بريدمسووليت په غاړه واخيست .
د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد دغه بريد وغانده او ويې ويل چې د دغې پېښې عاملين به ډېرژرد قانون منګولوته وسپارل شي.
داپه افغانستان کې د اسلامي امارت له برياليتوب وروسته دويمه چاودنه ده چې په جوماتونوکې کېږي
تېره اوونۍ د کندز په يوجومات کې ورته چاودنه وشوه چې له امله يې په لسګونوتنوته مرګ ژوپله واوښته .
د کندز د بريد مسووليت هم داعش په غاړه اخستې و.
–ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته