ټولنه

په قندهار کې د یوې تاریخي سیمې د ثبت چارې بشپړې شوې

کابل / د وري ۳۱ مه / باختر
د قندهار د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس حکمت الله افغان په مشرۍ یو پلاوي په دغه ولایت کې د منصور تاریخي غونډۍ د ثبت او راجستر چارې بشپړې کړې.
د منصور تاریخي غونډۍ د قندهار د ډنډ ولسوالۍ په منصور کلي کې موقعیت لري.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپېژندنې ریاست مسلکی پلاوي درې ورځې وړاندې قندهار ته رسېدلی چې د سفر موخه یې د لرغونو سيمو او آثارو پېژندل، حريم یې مالومول او د لرغونې سيمې لپاره طرحه جوړول ښودل شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته