امنیت

په قندهار کې د یو انسان تښتوونکي په ګډون نهه وسله وال مخالفان ونیول شول

٤٤- قندهار/ د سلواغې ۸ مه/ باختر
د قندهار د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د یو انسان تښتوونکي په ګډون ن٩ وسله وال مخالفان ونیول شول.
ځايي چارواکي وايي چې په وسله والو مخالفانو کې غلچکي بریدګر او طالبان شامل دي چې په خپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی دی.
د قندهار له امنیې قومندانۍ څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې له نیول شویوکسانو څخه یوه تومانچه، یوه کلاشینکوف او لاسي بمونه هم ترلاسه شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته