ټولنه

په قندهار کې د یو سړک چارې بشپړې شوې

٣٥- قندهار/ د سلواغې ۸ مه/ باختر
د قندهار د مرکز په اوومه ناحیه کې د میر بازار سړک چارې بشپړې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
ځايي چارواکي وايي چې دغه سړک ۳،۱ کیلو متره اوږوالی لري چې د ښاري پانګې اچونې پروګرام په آډانه کې د څه د پاسه ۵۸ مېلیونو افغانیو په لګښت رغول شوی دی.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ د قندهار والي روح الله خانزاده د یاد سړک او نورو رغنیزو پروژو په ساتنه کې د ښاریانو همکاري اړینه وبلله او پر ټولو یې غږ وکړ، چې د ټولګټو پروژو په ساتنه او سالمه ګټه اخیستنه کې خپل ملي مسوولیت ادا کړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته