ټولنه

په قندهار کې لسګونو بېځایه شویو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

۱۵- کابل / د سلواغې لومړۍ / باختر
د ګډوالو او بېرته راستنېدونکو ریاست په قندهار کې له ۷۷ بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
ځايي چارواکي وايي چې یاده مرسته پر هغو کورنیو ووېشل شوه چې د وروستیو جګړو له امله د قندهار له ولسوالیو او هلمند او روزګان څخه قندهار ښار ته بېځایه شوې دي.
د قندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو رییس د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې په مرسته کې پر هرې کورنۍ ١۸۴ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو نخود، ۱۸ کیلو غوړي، ۲ کیلو مالګه، د ماشومانو ۳ کیلو خوراکي مواد، ګازه ډبه او یو شمېر نور توکي ووېشل شول.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته