امنیتTOP

په قندهار کې يو خبريال ووژل شو

کابل \ د غویي16مه \ باختر
ناپېژاندو وسله والو کسانو نن غرمه په قندهار کې يو خبريال وواژه.
د قندهار د امنيې قوماندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي باختر آژانس ته وويل؛ د ماليې وزارت د مطبوعاتو آمر او د طلوع نيوز مخکني خبريال نعمت الله روان د قندهار ښار د١٤حوزې په سيمه کې د ناپيژاندو وسله والو کسان په بريد کې ووژل شو.
د دې پېښې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته