امنیت

په قندهار کې پريو ملا امام بريدګر ونيول شو

کابل /د مرغومي ٦مه /باختر
د قندهار پر يوجومات د يو يرغلګر په بريد کې د جومات ملا امام له دريو لمونځ کوونکو سره ټپي شو.
د را رسېدلو خبرونوله مخې؛ يرغلګر پرون ماسپښين د لمانځه اداکولو وروسته د قندهار ښار د امام علي جومات پر ملا امام ياسين سروري د چړو بريد وکړ او هغه يې ټپي کړ.
دريو لمونځ کوونکو کله يې چې غوښتل د ملا امام ساتنه وکړي درې واړه د يرغلګر له خوا د چړو په ګوزارونو ټپيان شول.
د قندهار ښار يوامنيتي خبرځاى باخترآژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو يرغلګر نيولى دى.
تراوسه پورې د دغه بريد مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى.
د قندهار د مرکزي روغتون ډاکټرانو د دغې پېښې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه بللى دى.
ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته