امنیت

په قندهار کې په دوو غلچکیو بریدونو کې یو قومي مشر وژل شوی دی

کابل/ د کب ۴مه/ باختر
د قندهار د ډنډ ولسوالۍ د تیموریانو کلي پر قومي مشر او د دغه ولایت د مرکز په دوهمې عینو مېنه کې نن د ځانګړو ځواکونو پر سرتېرو غلچکي بریدونه شوي دي.
عیني شاهدان وايي چې د ډنډ ولسوالۍ قومي مشر محمد په برید کې وژل شوی او د ځانګړو ځواکونو سرتېری ټپي شوی دی.
د قندهار امنیې قومندانۍ په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په قندهار ښار کې غلچکي بریدونه ډېر شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته