امنیت

په قندهار کې څلور پوليسان شهيدان شول

– کابل / د کب ٨ مه / باختر
څلور پوليسان په قندهار کې د بم په چاودنه کې شهيدان شول او ٦ نور يې ټپيان شول.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ بم په يو هاموې ټانګ کې ځاى پرځاى شوى و او تېره شپه ناوخته په ارغنداب ولسوالۍ کې د يوې پوستې په وړاندې وچاودېد.
د قندهار يوې امنيتي سرچينې باختر آژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې څلور پوليسان ووژل شول او ٦ نور يې ټپيان شول.
وسله والو طالبانو د دغې چاودنې مسووليت منلى دى.
ختم- ج -ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته