روغتیا

په قندهار کې یوه خصوصي شرکت د عامې روغتیا له ریاست سره د دوو امبولانسونو مرسته وکړه

کابل / د تلې ۱۹ مه / باختر
په قندهار کې د صدیق الله روحاني په نامه یوه خصوصي سوداګریز شرکت د دغه ولایت عامې روغتیا ریاست سره د دوو امبولانسونو مرسته وکړه.
د صدیق الله روحاني خصوصي شرکت مشر بصیر احمد وایي چې د هېوادنۍ مینې او افغاني احساس له مخې یې د عامې روغتیا له ریاست سره مرسته کړې چې د یوه امبولانس ارزښت ۱۸ زره امریکايي ډالر دی.
په همدې حال کې د قندهار ولایت مقام استازي قاري عبدالسلام او د عامي روغتیا رییس حافظ عبدالحي عباس دوه امبولانسونه به میرویس حوزوي روغتون ته وسپاري او ورڅخه به په ښه توګه ګټه واخلي.
دوی پر نورو سوداګرو هم غږ وکړ چې د هېوادوالو لاسنیوی وکړي او پر روغتیا سربېره په ګڼو نورو برخو کې هم ورسره مرستې وکړي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته