نړۍ

په لاووس کيې د يو مسافر وړونکې الوتکې راغورځيدل

-ډي ډان باختردميزان ٢٥
د لاوس د هوائي کرښې يوه الوتکه له ٤٤ تنو سپر ليو سره يې د لاوس په جنوب کې د ميکانګ په سيند کې را وغورځيده او ټولې سپرلۍ يې ووژلې شوې.
دباخترآژانس دخبر له مخې: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې الوتکه ناستې ته چمتو کيده.
څه ناڅه اووه تنه فرانسوي او پنځه تنه تايلندي اتباع د دغې پيښې په وژل شويو کسانو کې شامل دي.
دتايلند دبهرنيو چارو وزارت ويندوى تاييدکړه چې ٤٤ تنه په دې پيښه کې وژل شوي دي چې اوولس تنه يې د لاوس اتباع وو.
په تايلندکې د جنوبي کوريا د سفارت يومامور ديون هاپ خبري آژانس ته وويل چې دجنوبي کوريا درې تنه اتباع هم ددغې پيښې په وژل شويوکسانوکې شامل دي.
خرابه هوا د دغې الوتکې د راغورځيدو سبب شو.
له ١٩٥٠ کال څخه را په ديخوا دا په لاوس کې د الوتکې د راغورځيدونهه ويشتمه خونړۍ پيښه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته