کابل / د سلواغی ۲ / باختر
په داسې حال کې چې د ننګرهار له پلورنځيوڅخه د بې ثبتوسیمکارتونو د را ټولولو کمپاین دغه راز دوام لري مسوولین د دغو سیمکارتونو پلورونکو ته خبرداری ورکوي.
د شمېرنوله مخې، د دغه کمپاین د پیل د دریو کلونوپه بهیر کې تراوسه له مخابراتي شبکو څخه څه د پاسه ۸۰۰۰۰ سیمکارتونه چې په غیرقانوني او له ثبت او راجسترپرته پلورل کېدل د ننګرهارله پلورنځیوڅخه راټول شوي دي.
د ننګرهار د مخابراتو او د معلوماتي تکنالوژی د تنظیم د ادارې رییس عزیزالله باخترآژانس ته وویل چې دغه راز به د بې ثبتو او د غیر قانوني سیمکارتونو ټولولوته دوام ورکوي.
د ننګرهار د والي مرستیال ببرک میاخیل د مخابراتو او د معلوماتي تکنالوژی ریاست له سیمه ییزو مسوولینوسره په کتنه کې، له بې ثبتوسیمکارتونوڅخه د تروریستي ډلواو ورانکارو بانډونو ناوړې استفادې ته په اشارې سره د ښارله پلورنځیوڅخه د دغه شان سیمکارتونوپه راټولولوټيڼګاروکړ.
په همدې حال کې د ننګرهار د مخابراتو او د معلوماتي تکنالوژی رییس عبدالرازق ثاقب پلورونکوته خبرداری ورکړکه چېرې د غیرقانوني او د بې ثبتوسیمکارتونوپه پلورنې اقدام وکړي جریمه او بندي به شي.
پای –ع