ټولنه

په لغمان کې بېځایه شویوکورنیو نغدي مرستې ترلاسه کړې

کابل / د لیندی / ۹ / باختر
د آی آر، سي موسسې په لغمان ولایت کې په ۹۲ بېځایه شویو کورنیو نغدې پېسې ووېشلې.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د لغمان د مهاجرنیو او راستنېدونکوچارو ریاست مسوولین وايي چې په ٧٩ کورنيو هريوې کورنيوته ۴۰۰۰۰ افغانۍ او په ۱۳ نورو کورنیو ۱۴ ، ۱۴ زره افغانۍ وېشلې شوې دي.
د لغمان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو رییس عبدالرحمان بلال د دغو مرستو د وېشلوپه بهیرکې وویل چې دغه کورنۍ مخکې سروې شوې وې او د آی آر سي موسسې له مسوولینوڅخه مننه وکړه اوپه دغه ولایت کې له بېځایه شویو کورنیوسره د دغې موسسې د زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته