ټولنه

په لغمان کې د اوبو دوه سربندونه جوړېږي

۴۵- کابل / د ليندۍ١٩مه / باختر
د لغمان سيمه ييزو مسوولینو د دغه ولايت په قرغيو ولسوالۍ کې د اوبو د دوو سربندونو د جوړولو ورکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د لغمان سيمه ييز مسوولین وايي چې دغه سربندونه د ۱۲۲ زرو امريکايي ډالرو په ارزښت د نړيوال مهاجرت سازمان په مالي مرسته د دغه ولايت په چارباغ او عزيزخان کڅ کليوکې د شپږو مياشتو په بهيرکې جوړېږي.
ويل کېږي د دغو سربندونو په جوړېدو سره به نږدې درې زره جريبه ځمکه خړوبه شي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته