اقتصاد

په لغمان کې د سبو د کرکېلې د نویو لارو چارو دودولو هڅې پیل شوې دي

١٢- مهترلام/ د سلواغې ۱۴ مه/ باختر
لغمان، چې د افغانستان د سبو د پلازمېنې په نوم شهرت لري، د ورځې لسګونه موټره سابه مرکزې ولایتونو په ځانګړې توګه کابل ته صادروي.
بېنډۍ، رومي، بانجان، تور بانجان، بادرنګ، کدو، کدوګک، پالک، پیاز، کچالو، ګندنه، ګلپي، کرم، کاهو، شلغم، سره او سپینه ملۍ، ترایي او تره او نورې ترکارۍ د هغو سبو له ډلې څخه دي، چې په لغمان کې په ځانګړې توګه د لغمان مرکز مهترلام او د دغه ولایت د علینګار، علیشنګ او قرغیو ولسوالیو کې ډېر کرل کېږي.
په لغمان کې د سبو راټولولو ۱۵ مرکزونه فعالیت لري، چې د دغو مرکزونو له لارې سابه راټول او بیا مرکزې ولایتونو ته صادرېږي چې آن تر غزني او بغلان هم رسېږي.
په دې برخه کې شاوخوا لس زره کسان په کار بوخت دي.
په دې وروستیو کې د لغمان د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د سبو د دودیزې کرکیلې سربېره بزګرانو ته د سبو د کرکېلي نوې لارې چارې او نوې بڼې ورزده کړي.
په همدې موخه په دغه ولایت کې یوشمېر لویې او کوچنۍ شنې خونې جوړې شوي دي.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمد جمیل خوشحال وایي، چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ کې بزګرو ته ۳۱۹ شنې خونې جوړې شوې دي، چې ورسره سم د بزګرو کاروبارغوړېدلی دی.
خوشحال وايي، چې د شنوخونو په جوړېدو سره د سبو کرکیلې نوې بڼه خپله کړې، چې بزګرانو هم له نویو هیلو سره دغه کار ته مخه کړې ده.
په لغمان کې د شنوخونو له دودېدو ډېر وخت نه تېرېږي، دغه نوښت هم کروندګر لېوال کړي او هم پېرودونکي د تازه سبو په پېرلو خوښ دي.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دوی په دغه ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو او د موسمي نباتاتو د کرکېلي د پراختیا لپاره هلې ځلې کوي او د شنوخونو د حاصلاتو ښې پایلې دوی هڅولي، چې د شنو خونو د جوړولو لړۍ نوره هم پیاوړې او ګړندۍ کړي. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته