امنیت

په لغمان کې د طالبانو د ترور يوه شبکه دړې وړې شوه

– کابل /د سلواغې ٢٨مه /باختر
د ملي امنيت منسوبينو په لغمان کې د طالبانو د ډلې د ترور د يوې شبکې د دړې وړې کولو خبرورکړ.
د دغې شبکې غړي د بمونواو ماينونو په ايښودلو، وسله والو او چريکي بريدونوسره د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د دولتي کارکوونکو په تروربوخت و.
د لغمان د ملي امنيت يوخبرځاى باختراژانس ته وويل: د ملي امنيت ځواکونه بريالي شول چې په عملياتوکې د دغې شبکې ٧ تنه غړي ونيسي.
له نيول شويو کسانو څخه دوه بمي موټرسايکلونه، يوه اندازه چاوديدونکي توکي او څوکلاشينکوفونه او تومانچې ترلاسه شوي دي .
د لغمان د ملي امنيت خبرځايونه وايي چې نيول شويو کسانوپه لومړنيو تحقيقاتوکې د طالبانو په ډله کې په خپل غړيتوب او په لغمان کې په څو ترورونو کې په لاس لرلو اعتراف کړى دى .
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته