امنیت

په لغمان کې د طالبانو د ماين جوړولو په يوه کارخانه کې چاود نه وشوه

کابل/ د سلواغې ٢مه/ باختر
په لغمان کې د وسله والو طالبانو د ماين جوړولو په يوه کارخانه کې د چاودنې له امله دوه طالبان ووژل شول.
امنيتي ځواکونو يو بل جګړه مار طالب په داسې حال کې چې د چاودنې له امله ټپي شوى و ونيو.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ وسله وال طالبان په دې کارخانه کې چې د لغمان د مرکز مهترلام ښار د نواباد کلي کې موقعيت درلود د ماينونو په وجوړولو بوخت و چې يو ماين وچاوديد.
د لغمان د امنيې قوماندانۍ يو مقام باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې دوه ماين جوړونکي طالبان ووژل شول اويو بل په داسې حال کې چې ټپي و د افغان ځواکونو له خوا ونيول شو.
په دې چاودنه کې د ماين جوړولو دغه کارخانه او د طالبانو پټنځى او په لسګونو کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي له منځه تللي دي.
دغې چاودنې د استوګنې شاوخوا کورونو ته هم زيان اړولى دى .
طالبانو تراوسه څه نه دي ويلي.
پاى \ ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته