خبرونهامنیت

په لغمان کې نهه تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونيول شول

کابل / د سلواغې ۵ مه / باختر
نهه تنه په لغمان کې د جنايي او تروريستي جرمونو په اړوند ونيول شول.
دغه کسان په وروستۍ يوه اوونۍ کې له مهترلام ښار او د دغه ولايت له يوشمېر ولسواليو څخه د عملياتو او د پلټنې په وخت کې نيول شوي دي.
د لغمان والي رحمت الله يارمل له خبريالانو سره په غوڼده کې وويل چې نيول شوي کسان د طالبانو ډلې غړي، غله او شوکماران دي.
هغه وويل چې دغه کسان د دوى د دوسيو له بشپړولو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل کېږي.
نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتوکې په طالبانو او ورانکارو ډلو کې پر خپل غړيتوب اعتراف کړى دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته