امنیت

په لغمان کې ۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

۴- کابل / د سلواغې ٧ مه / باختر
د لغمان د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې په تېرو ۲۴ ساعتو کې ۹ تنه د جنايي جرمونو په اړوند نیول شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه کسان د مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې په بېلابېلو عملیاتو کې نیول شوي دي.
د لغمان د امنیې قوماندانۍ ویاند شفیع الله افغان یار وايي چې په نیول شویو کسانو کې ۶ تنه د غلا او ۳ نور د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته