ورزش

په لوبه کې د مجيب نه شتون د پنجاب ټيم د ماتې سبب شو

کابل باختر دغويي دمياشتې ١نيټه :
د افغانستان توپ اچوونکي مجيب د ټپي کيدو له امله د پنجاب دکرکټ دټيم  په وروستيو لوبوکې ګډون و نه کړ .
د افغانستان د١٩کلنو ځوانانو د کرکټ ټيم د توپ اچوونکي مجيب الرحمن  غيابت چې په امتياز سره د پنجاب په ټيم کې لوبه کوي او په تيرو  ١٢ لوبوکې  ښه وځليد او د ټيم په برياليتوب کې يې فعاله ونډه لرله؛دټپي کيدو له امله  د دغه ټيم په وروستيو دوو  لوبوکې ګډون  ونه شو کړاى چې په نتيجه کې دپنجاب د کرکټ ټيم په وروستيو دوو او برخليک ټاکونکو سياليوکې ماتې وخوړه او د سياليو له دوام څخه حذف  شو.
د اې  پې  ال د سياليو  ١١ دوره د اتو ټيمونو په ګډون د هندوستان د بېلابېلو ښارونو په لوبغاړوکې د اپريل په ٧نيټه پيل او حذفي پړاوته رسيدلي دي .
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته