کابل باختر د ثور يوولسمه :
دهنر دعالي شورا غونډه نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرست پوهاند محمد رسول باوري په مشرى جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دغونډې په پيل کې دهنرستان ، افغان فلم او دموسيقۍ رييسانو داړوندو برخو رپوټونه عالي شورا ته وړاندې کړل .
په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست وويل چې دهنر دعالي شورا جوړيدل او هنر او هنرمند ته پاملرنه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت يوه اساسي دنده ده .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ټينګار وکړ چې دغه شورا په افغانستان کې دهنر دسمون او رهبرى په لاره کې سترې دندې لري .
بايد له اساسي او مسلکي معيارونوسره سم دهنر دودې په لاره کې هڅه او هاند وکړي .
وروسته په شورا کې داساسنامې دتعديل او يا بدلون دهنر دعالي شورا دفعاليتونو دترسره کولو لپاره د څو مطالبو ، دشورا دصندوق په باره کې دتصميم او دهنر دعالي شورا دعمومي غونډې دبلنې په باب خبرې وشوې .
په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سلاکاران ډاکتر طارق رشاد او دلاور نذير زوى هم حاضر و .
ختم- ف _اکرم
0 1 دقیقه لوستل