کابل / د تلې / ۲۹ / باختر
یونیسف د لوګرد پوهنې ریاست په همکاری د لوګرد ښوونځیو د لومړنۍ دورې له زرګونو زده کوونکوسره د درسي توکومرسته وکړه.
د لوګرد پوهنې ریاست ویاند شاهپورعرب باخترآژانس ته وویل چې د یونیسف موسسې د لوګرد نجونواو هلکانو د ۲۷۴ ښوونځیو د لومړنۍ دورې په زده کوونکودرسي توکي ووېشل.
عرب زیاته کړه چې په دغو مرستوکې کتابچې، قلمونه ، تختې ، بیکونه اوکتابونه شامل دي.
د لوګرد پوهنې رییس مولوي جنت ګل عزیز له دغې موسسې څخه د خوښۍ په څرګندولوسره په دغه ولایت کې د زده کوونکو لپاره د زیاتومرستوغوښتنه وکړه .
دا په داسې حال کې دی چې مخکې هم د یونیسف موسسې د لوګرد ښونځيو په زده کوونکو د درسي توکومرسته کړې وه.
ع