اعلامیهسیاستخبرونهامنیتTOP

په لوګر ولایت کې د طالبانو ډلې د بشري جنایت په اړه د جمهوري رياست مطبوعاتي اعلامیه

کابل/ د غويي ۱۰مه/ باختر
د طالبانو ډلې نن ماښام د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د موټر بم چاودنه کې د کانکور ازموینې د زده کوونکو په ګډون زموږ یو شمېر بې ګناه هیوادوال د روژه ماتي پرمهال شهیدان او ټپیان کړل.
جمهور رئیس غني د دغه تروریستي برید د سخت غندلو پرمهال وویل: طالبان حتی په مبارکه روژه کې چې د رحمت او مغفرت میاشت ده، زموږ د بې ګناه هیوادوالو له وژلو او د عام المنفعه تاسیساتو له ویجاړولو لاس نه اخلي.طالبان د افغان وژنې له امله د خدای تعالی او افغان ملت پر وړاندې مسوول دي.
جمهوررئیس وویل: طالبانو د خلکو پر وړاندې نامشروع جنګ او تاوتریخوالي ته په دوام ورکولو سره یو وار بیا وښوده چې نه یوازې د اوسني ناورین د سوله ییز او اساسي حل اراده نه لري، بلکې د وضعیت پېچلي کولو سره د سولې برابر شوی فرصت ضایع کوي.
جمهوررئیس د شهیدانو کورنیو ته د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوي او اړوندو مسوولینو ته یې د ټپیانو د درملنې او د قربانیانو کورنیو ته د رسیدګي لازمې لارښوونې وکړې. زړورو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې دستور ورکړ چې د طالبانو دا بشري جنایت بې ځوابه پرېنږدي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته